Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: د اوکراین جګړې پای رسولو په اړه به ډېر ژر له پوتین سره وګورم

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اوکراین جګړې پای رسولو په اړه به ډېر ژر د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

رویټرز راپور ورکړی چې ټرمپ له پوتین سره تر دوه ساعته اوږدو ټیلېفوني خبرو وروسته ویلي، دا غونډه ښايي په راتلونکو دوو اونیو کې د مجارستان په پلازمېنه بوداپسټ کې ترسره شي.

سرچینه لیکي چې کرملین هم د دې لیدنې پلان تایید کړی خو کره نېټه یې تر اوسه نه ده اعلان شوې.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي: «ما ټول عمر معامله کړې او هیله لرم چې دا یوه هم ژر پای ته ورسوو.»

ټاکل شوې له دې لیدنې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د هغه روسي سیال سرګي لاوروف ترمنځ خبرې ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.