Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

رئیس الوزراء: افغانستان د جګړې پلوی نه دی پاکستان د افغانستان د حریم په نقضولو د جګړې پیلوونکی و.

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۴): د اسلامي امارت رئیس الوزراء د مالیزیا هیواد له لومړي وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، افغانستان د جګړې پلوی نه دی بلکې پاکستان د افغانستان د حریم په نقضولو د جګړې پیلوونکی و.

پر دوو اړخیزو اړیکو او د پاکستان له خوا د افغانستان د حریم د نقض په تړاو خبرې کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند سره د مالیزیا هیواد لومړي وزیر،  داتو محمد انور ابراهیم  ټیلیفوني خبرې وکړې.

هغه لیکلي، په دې خبرو کې پر دوو اړخیزو اړیکو او د پاکستان له خوا د افغانستان د حریم د نقض په تړاو خبرې وشوې.

ده زیاته کړې، د ا.ا.ا رئیس الوزراء د اسلامي امارت اصولي دریځ بیان کړ چې افغانستان د جګړې پلوی نه دی؛ بلکې په سر کې همپاکستاني لوري د افغانستان د حریم په نقضولو د جګړې پیلوونکی و.

ملا محمد حسن اخند ویلي: «د هېواد د ملي دفاع وزیر په مشرۍ له پاکستاني لورې سره په دوحه کې خبرې روانې دي او موږ خبرو ته پهدرنښت منتظر یو چې کومو پایلو ته رسېدلای شو

د اسلامي امارت ویاند لیکلي، د مالیزیا لومړي وزیر د افغانستان او پاکستان تر مینځ د کړکیچ وروسته د خبرو د پیل له امله خوښيوښوده او د دیپلوماسۍ له لارې يې د مسئلې پر حل ټینګار وکړ.

ده ویلي، داتو محمد انور ابراهیم د خبرو او تفاهم له لارې د مسئلې پر حل د ټینګار ترڅنګ له خپله اړخه د مرستې تیاری وښود چې درئیس الوزراء له لورې یې مننه وشوه او ډاډ ورکړل شو چې عملاً خبرې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.