Language

د عراق او پاکستان له زندانونو ۱۷۰ افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۱۴۸ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو او ۲۲ نور افغانان د عراق له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت نن (شنبه، د تلې ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې ۱۷۰ افغان کډوال د عراق او پاکستان له زندانونو ازاد شوي او پرون هېواد ته راستانه شول.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په کندهار او نیمروز ولایتونو کې د کډوالو چارو ریاستونو د انتقالاتو امریتونو ویلي، ۱۴۸ افغان کډوال چې دوه میاشتې یې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې وې، د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول. دغه‌راز ۲۲ نور افغانان چې اووه میاشتې د عراق په زندانونو کې بندیان وو، د نیمروز له لارې هېواد ته راستانه شول.

سرچینې زیاته کړې، یاد کسان د سپین‌بولدک او نیمروز د انتقالاتو په امریتونو کې له ثبت او د دغه وزارت د همکارو بنسټونو له لوري د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.