Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان پوځي رژیم له لوري د اوربند نقضول؛ خلیلزاد: اسلام‌اباد کولای شي ځان رښتینی ګاونډی ثابت کړي؟

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی وايي چې پاکستان اوربند نقض کړی او د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې یې د کرکټ لوبغاړو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي په نښه کړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې قطر وتوانېد افغانستان او پاکستان قانع کړي څو خپل ۴۸ ساعته اوربند تمدید کړي او د دواړو هېوادونو د دفاع وزیران، د استخباراتو مشران او د کورنیو چارو وزارتونو لوړپوړي چارواکي دوحې ته د خبرو لپاره وغواړي څو دايمي اوربند او ګډو اندېښنو ته د رسېدنې لپاره مذاکرات وکړي.

خو هغه وايي: «پاکستان اوربند نقض کړی او د افغانستان د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ کې یې بریدونه کړي، د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د کرکټ د اتو لوبغاړو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.»

خلیلزاد زیاته کړې چې قطر د یوه رښتیني منځګړي په توګه د خبرو او د سیمې د ثبات لپاره عمل وکړ خو پوښتنه دا ده: «ایا پاکستان کولای شي ځان یو رښتینی او صادق ګاونډی ثابت کړي؟» او که داسې ده، نو باید پر افغانستان خپل بریدونه ودروي، اوربند ته درناوی وکړي او د قطر له ارزښتمنو هڅو سره په سیمه کې د تلپاتې سولې د تأمین لپاره صادقانه همکاري وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۴۸ ساعته اوربند چې د قطر په منځګړیتوب او د اسلام‌اباد په وړاندیز په دوحه کې د مذاکراتو تر پای ته رسېدو پورې تمدید شوی و، تېره شپه د پاکستاني پوځ له‌ لوري نقض شو.

د سرچینو په وینا، د پاکستان پوځي رژیم د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ پر ځینو سیمو بریدونه کړي چې له امله یې د کرکټ د څو لوبغاړو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.