Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

منظور پښتین: د پاکستان د پوځي رژیم کړنې د ترهګرۍ تر ټولو څرګند او سخت شکل دی

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۴): د پښتون‌ژغورنې غورځنګ مشر پر پکتیکا د پاکستان د پوځي رژیم هوایي بریدونو ته په اشاره ویلي، هر عاقل انسان دا ثابتولای شي چې د پاکستان دغه ډول کړنې د ترهګرۍ تر ټولو څرګنده بڼه ده.

د پښتون‌ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د پاکستاني فوځ له ‌خوا پر پکتیکا برید شوی چې په‌کې د کرکټ ځايي لوبغاړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې په نړۍ کې هر عاقل انسان دا ثابتولای شي چې د پاکستاني ریاست له خوا ترسره کېدونکي دغه کړنې د ترهګرۍ ضد عملیات نه، بلکې پخپله ترهګري ده، ساده ترهګري هم نه، بلکې د ترهګرۍ تر ټولو څرګند او سخت شکل دی.

د هغه په خبره: «که د تېرې یوې ورځې پېښو ته پام وکړئ، نو به درته څرګنده شي چې پنجابي فوځ د لر او بر افغانانو پر وړاندې د دښمنۍ په پالیسۍ کې هيڅ توپیر نه کوي، بلکې د ټولو سرہ یو شان دښمني پالي.»

هغه له ټولو غوښتي چې د دغو ظلمونو پر خلاف غږ پورته کړي.

د یادونې ده، هغه ۴۸ ساعته اوربند چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د قطر په منځګړيتوب او د اسلام‌اباد په وړانديز د دوحې د خبرو تر پای ته رسېدو پورې غځول شوی و، تېره شپه د پاکستان پوځ نقض کړی دی.

د سرچينو په وينا، د پاکستان پوځي رژيم د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ يو شمېر سيمې تر هوايي بريدونو لاندې راوستې چې له امله يې د کرکټ د څو لوبغاړي په ګډون يو شمېر ملکي وګړي شهيدان او يو شمېر نور ټپيان شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.