Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې پر ملکي وګړو د پاکستان پوځي رژيم بريدونه؛ کرزی: اسلام‌اباد دې پر خپلو سیاستونو بياکتنه وکړي

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر پکتيکا د پاکستان د پوځي رژيم هوايي بريدونه چې په ترڅ کې يې د کرکټ لوبغاړو په ګډون يو شمېر ملکي وګړي شهيدان او ټپيان شوي، غندلي او ويلي يې دي چې اسلام‌اباد دې پر خپلو سیاستونو بياکتنه وکړي.

حامد کرزي نن (شنبه) پر خپله اېکس‌‌پاڼه د دغو بريدونو د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې او هغوی ته یې ډاډګېرنه وړاندې کړی دی.

هغه ټينګار کړی چې پاکستان باید د خپل ځان د خير لپاره د افغانستان پر خلکو او خاوره تېری ودروي.

نوموړي ليکلي: «پاکستان دې د خپل خير لپاره د افغانستان پر خلکو او خاوره تېری بند کړي، خپلو سیاستونو ته دې بياکتنه دې وکړي او له افغانستان سره دې د نړۍوالو اصولو پر بنسټ د دوستانه او متمدنه اړيکو لاره خپله کړي.»

د یادونې ده، هغه ۴۸ ساعته اوربند چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د قطر په منځګړيتوب او د اسلام‌اباد په وړانديز د دوحې د خبرو تر پای پورې غځول شوی و، تېره شپه د پاکستان پوځ نقض کړی دی.

د سرچينو په وينا، د پاکستان پوځي رژيم د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ يو شمېر سيمې تر هوايي بريدونو لاندې راوستې چې له امله يې د کرکټ د څو لوبغاړي په ګډون يو شمېر ملکي وګړي شهيدان او يو شمېر نور ټپيان شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.