غزنيښار (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۴): غزني کې سمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز غزني ښار کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د درېیو فرعي کوڅو کانکرېټولو چارې پیل شوې.
د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال د غزني ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري برخې امر فضلاحمد مدني وویل، پر دغو پروژو ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د نړۍوال بانک له لوري ورکول کېږي او تخنیکي چارې یې(UNOPS) موسسه پر مخ وړي.
هغه زیاته کړه، یاد سړکونه به د غزني ښار د دویمې ناحیې په خواجهبقال سیمه کې کانکریټ شي او د هر سړک اوږدوالی څه باندې ۳۰۰ متره او سور یې ۶ متره دی چې ټول نږدې یو کیلومتر سړکونه جوړېږي.
مدني زیاته کړه، د دغو پروژو چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
هغه دا هم وویل، په دې پروژو کې د ورځې ۱۰۰ کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي د دغو پروژو پر پیلېدو خوښي څرګندوي او له اړوندو چارواکو د ورته نورو پراختیایي پروژو پلې کولو غوښتنه کوي.
د خواجه بقال سیمې یوه قومي مشر محمدامین انصاري پژواک ته وویل، دغه کوڅې د غزني ښار له مهمو کوڅو دي چې هره ورځ پرې زرګونه کسان تګ راتګ کوي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم(UNOPS) موسسې د غزني ښار د یو شمېر نورو سړکونو او کوڅو جوړولو چارې پیل کړې وې چې څه موده مخکې د درېیو پروژو چارې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP