کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۴): د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه بنسټ په کابل کې له تازه راستنو شوو دوو زرو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.
د توحيد مؤسسې (TWOAO) رییس قاري عبدالرحمن الفضلي وايي چې دغه مرستې د سعودي عربستان د ملک سلمان خيريه مرکز په مالي مرسته د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ او د افغانستان د کډوالو چارو له وزارت سره په همغږۍ ترسره کېږي.
هغه زیاتوي چې د مرستو وېشلو دغه لړۍ نن د کابل ښار شمالي څنډه کې د راستنو شوو کډوالو لپاره په جوړ شوي کمپ کې پیل شوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته به پنځوس کيلوګرامه اوړه، پنځه کيلوګرامه وريجې، پنځه کيلوګرامه لوبيا، پنځهنيم کيلوګرامه بوره او پنځه لېتره غوړي ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP