Language

برازیل کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۵ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۴): د برازیل پولیسو اعلان کړی چې د دغه هېواد په شمال‌ختیځ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.

د رویټرز اژانس راپور له مخې، د برازیل فدرال پولیسو ویلي چې یاده پېښه د دغه هېواد په شمال‌ختیځ کې پرنامبوکو ایالت کې شوې ده.

د پولیسو په وینا، یاده پېښه د شپې مهال له سړک څخه د موټر د وتلو له امله شوې ده.

د هغه لړلیک له مخې چې پولیسو ترلاسه کړی، ۳۰ مسافر په بس کې سپاره وو او تراوسه د ۱۱ ښځو او څلور نارینه‌وو په ګډون د ۱۵ کسانو مړینه تایید شوې ده.

د ټپیانو شمېر تراوسه نه دی څرګند؛ خو موټرچلوونکی په جزيي ډول ټپي شوی دی.