کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وايي، په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان د استازو ترمنځ مذاکرات د یوې توافقنامې په لاسلیکولو سره پای ته ورسېدل او دواړو اړخونو پر «کامل او معنادار اوربند» هوکړه وکړه.
د اسلامي امارت ویاند ذبيحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «موږ دغې توافقنامې ته د رسېدو په لاره کې د وروڼو هېوادونو قطر او ترکیې له هڅو ستاینه او قدردانی کوو. د دوه اړخیزې توافقنامې له مخې دواړو خواوو سولې، یو بل ته پر احترام او د ګاونډیتوب ښو اړیکو ته پر ژمنتیا تاکید کړی.»
هغه زیاته کړې، دواړه غاړې د ډیالوګ له لارې د ستونزو او مسایلو د حل غوښتونکي دي او دواړو اړخونو پر «کامل او معنادار اوربند توافق وکړ.»
مجاهد وايي: «پرېکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به یو د بل پر وړاندې د عداوت هيڅ عمل نه ترسره کوي او نه به د هغو ګروپونو د بریدونو ملاتړ کېږي چې د پاکستاني حکومت خلاف دي. دواړه طرفونه به د یو بل پر امنیتي ځواکونو، ملکي خلکو او تأسیساتو بریدونه نه کوي.»
هغه زیاته کړې چې په راتلونکي کې به د منځګړو هېوادونو په منځګړیتوب یو میکانیزم رامنځته کېږي چې دوه اړخیزې ادعاوې وڅېړي او توافقنامه عملي کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP