قلعهنو (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۴): بادغیس کې د پستې یو شمېر ځايي سوداګر د دغه محصول د پلور بازار پر سړېدو اندېښنه څرګندوي او له اسلامي امارته غواړي چې پستې ته د بازارموندنې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي؛ کنه ذخیره پستې به یې په ګودامونو کې خرابې شي.
د کرنې او بڼوالۍ چارو یو شمېر پوهان د پستې د بازار خرابېدو لامل مخکې له وخته د هغې راټولېدل بولي او وايي، دغه کار د پستې د کیفیت ټیټېدو او د پلور کمېدو لامل شوی دی.
د بادغیس د کرنې ریاست وايي، د پستې د پلور ډېرېدو لپاره یې یو لړ اقدامات پیل کړي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په بادغیس کې د پستې څه باندې ۳۰ زره هکتار باغونه دي او د طبیعي پستو د ځنګلونو بېرته احیا، جوړولو او ساتنې پروسې په دوام دغه باغونه د پراخېدو په حال کې دي.
سرچینه زیاتوي: «سره له دې چې وروستیو وچکالیو، اقلیمي بدلونونو او د ونو د بېوخته ګل نیولو له امله د پستې ونې زیانمنې شوې خو یاد وزارت هڅه کوي چې د دغه محصول د تولید کچه لوړه شي.»
د بادغیس پسته چې نړۍوال شهرت لري او د دغه ولایت د بڼوالو او بزګرانو د عاید یو له مهمو سرچینو ګڼل کېږي.
د سوداګرو اندېښنه: په ګودامونو کې زېرمه شوې پستې د خرابېدو په حال کې دي
بادغیس کې یو ځايي سوداګر عبدالسمیع غفوري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت له طبیعي ځنګلونو د راټولې شوې او پروسس شوې پستې ډېره برخه د نرخ د بېمخینې ټیټېدو او د بازار نشتوالي له امله په تېرو دوو کلونو کې په ګودامونو کې پاتې شوې او اوس د خرابېدو په حال کې ده.
نوموړي زیاته کړه: «له بده مرغه هغه پسته چې له طبیعي ځنګلونو ترلاسه کېږي، له دوو کلونو راهیسې هیڅ پېرېدونکی نه لري. مخکې هر من پسته په ۶۰۰۰ افغانۍ خرڅېده خو اوس په ۴۰۰۰ افغانۍ هم پېرېدونکی نه لري، هغه پستې چې ما اخیستې، اوس مو په ګودامونو کې دي.»
غفوري د پستې د پلور بازار پر سړېدو اندېښنه څرګنده کړه ویې ویل: «که دې برخې ته پاملرنه ونه شي، زموږ د پستې مغز به خراب شي. زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې بهرنیو هېوادونو ته د پستې د مغز د صادراتو زمینه برابره کړي څو موږ زیانمن نه شو.»
ورته مهال، د دغه ولایت یو بل ځايي سوداګر محمدرحیم هم وایي چې د پستې محصول یې د خرابېدو په حال کې دی؛ ځکه د پلور بازار نشته او ډېره پانګه یې د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ ده.
هغه وویل: «له څو کلونو راهیسې د پستې مغز ښه بازار نه لري، بیې ډېرې ټیټې شوې او که پستې ته بازارموندنه ونه شي او محصولات مو بهر ته صادر نه شي، زموږ ټوله پسته به په ګودامونو کې خرابه شي، نه یوازې زه بلکې ټول سوداګر به زیانمن شي او ان خپلې پانګې به له لاسه ورکړو.»
هغه دغهراز له اسلامي امارته وغوښتل چې د پستې ساتلو لپاره د سړو خونو جوړولو او هغې ته په بهر کې د بازارموندنې لپاره جدي پاملرنه وکړي.
د چارو پوهان: له وخته مخکې راټولول د پستې د کیفیت ټیټېدو او د پلور کمېدو لامل شوي
د کرنې او بڼوالۍ کارپوه ریاضالدین امیري وایي، بادغیس یوه له هغو ولایتونو دی چې د پستې تر ټولو ډېر باغونه او طبیعي ځنګلونه لري او د دغه ولایت پسته ډېر ښه کیفیت لري.
هغه زياته کړه: «له بده مرغه په ډېرو مواردو کې پسته تر پخېدو مخکې ټولېږي چې دغه کار هم د محصول کيفيت خرابوي او هم د پستې د وزن او خوند کمېدو لامل ګرځي. په پایله کې کورني او بهرني پېرېدونکي د دغه محصول پېرلو ته لېوالتیا نه ښيي.»
د هغه په وينا، که د پستې ټولولو بهير پر ټاکلي وخت او له کرنيزو معيارونو سره سم ترسره شي، د محصول کيفيت ساتل کېږي او په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې یې د ښه پلور زمینه هم برابرېږي.
په یاد ولايت کې د کرنې کارپوه عبدالصمد وویل، سره له دې چې د بادغيس پسته په ټول هېواد کې ښه شهرت لري، خو ځینې ستونزې لکه له وخت مخکې راټولول، د خرڅلاو بازار نشتون، د بيو ټيټېدل او د صادراتي لارو نشتون د دغه ارزښتناک محصول راتلونکی له ستونزو سره مخ کړی دی.
نوموړی وايي: «له بده مرغه موږ ټول د پستې له پخېدو مخکې محصولات راټولوو چې دغه کار د پستې مغز خرابوي او له شک پرته چې سوداګر هم زيانمنېږي.»
هغه د خپلو خبرو په دوام زياتوي: «موږ غوښتنه کوو چې په راتلونکي کې دولت خلکو ته اجازه ورنه کړي چې د پستې له پخېدو مخکې یې حاصلات راټول کړي او خلکو ته پوهاوی ورکړي څو زموږ پستې نړۍوال ارزښت پيدا کړي او زموږ سوداګر صادرات ولري.»
پسته کله پخېږي؟
پسته معمولاً په زمري میاشت کې پخېږي او تر دغه وخت مخکې یې ټولول د محصول د کیفیت خرابېدو لامل ګرځي او خامې پستې لوړ کیفیت نهلري.
د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د پژواک د يوه راپور پر اساس، د بادغیس د والي وياند رحيمالدين رحيمي د یوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي وو چې هر کال د پستې د حاصلاتو ټولېدو موسم له رانږدېدو سره سم ډېری خلک د دغه ولایت د پستو ځنګلونو او باغونو ته ورځي څو وکولای شي له دغه فرصته ګټه واخلي او د پستې حاصلات راټول کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي وو چې سږ کال له وخت مخکې د پستې د ټولولو څخه د مخنيوي لپاره يوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.
د بادغیس والي هغه وخت له خلکو غوښتي وو چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري استول شوی طرزالعمل مراعات کړي چې له مخې یې تر اوسه د پستې د پخېدو لپاره وخت پاتې دی.
د کرنې رياست: د پستې د بازار غوړېدو لپاره ځیني پلانونه په پام کې لرو
د بادغيس د کرنې او مالدارۍ ريس مولوي پيرمحمد حليمي پژواک ته وویل چې له وخت مخکې د پستې د حاصلاتو د ټولولو څخه د مخنیوي لپاره یې د عامه پوهاوي پراخو پروګرامونو د پلې کولو سربېره یې د پستې او نورو کرنیزو محصولاتو د سوداګرو غوښتنې هم له مرکزي چارواکو سره شريکې کړې دي.
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وايي چې یاد ریاست د پستې بازار غوړېدو لپاره یو شمېر پروګرامونه په پام کې لري.
هغه زياته کړه: «له بده مرغه هر کال د پستې له پخېدو مخکې خلک په پراخه کچه ځنګلي سيمو ته ځي او پسته راټولوي چې له دې سره د پستې کیفیت خرابېږي، موږ د دغه کار مخنيوي لپاره د عامه پوهاوي ډېر پروګرامونه وړاندې کړي، خو بيا هم خلک پام نهکوي.»
حليمي زياته کړه: «موږ پلان لرو د دې ترڅنګ چې له وخت مخکې د پستې حاصلاتو له ټولېدو څخه په بشپړه توګه مخنیوی وکړو د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي توګه د پستې لپاره په کور دننه او بهر بازار پیدا کړو.»
هغه له خلکو غواړي چې د پستې له پخېدو مخکې یې له ټولولو ډډه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP