کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۴): د سوکوهنې افغان لوبغاړی شاهد خروټی نن له خپل پاکستاني سیال سره میدان ته ښکته کېږي.
د سوکوهنې افغان لوبغاړي شاهد خروټي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن یکشنبه له خپل پاکستاني سیال سره لوبه کوي.
نوموړی وايي چې دغه لوبه نن ماښام مهال د پاکستان په ابیټاباد ښار کې په یوه سازمان کې ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه: «تر دې مهاله مې ټولې ۱۸ لوبې ترسره کړې چې ۱۶ یې فری فایټ او دوه یې د سوکوهنې دي او په فری فایټ کې مې ۱۵ ګټلې او یوه مې بایللې ده او د سوکوهنې دواړه لوبې مې ګټلې دي.»
د خروتي د معلوماتو له مخې، نننې لوبه د سوکوهنې برخه کې له خپل پاکستاني سیال سره ترسره کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP