Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

احمدولي هوتک د اتلولۍ کمربند ترلاسه کولو لپاره له خپل روسي سیال سره لوبه ترسره کوي

کابل (پژواک، ۲۷ میزان ۱۴۰۴): د افغانستان د ازادو سیالیو ورزشکار احمدولي هوتک د اتلولۍ کمربند ترلاسه کولو لپاره له خپل روسي سیال سره لوبه ترسره کوي او د دې سیالۍ د ترسره کولو لپاره نن سهار (یکشنبه) مسکو ته روان شو.

احمدولي هوتک پر خپله فېسبوک‌پاڼه په کابل هوايي ډګر کې د خپل انځور په خپرولو لیکلي: «له هوايي ډګره د سیالۍ تر ډګره، یوه موخه لرم؛ د افغانستان لپاره بریا.»

هغه هیله څرګنده کړې چې د افغانستان نوم به يو ځل بیا لوړ کړي.

د یادونې ده، احمدولي هوتک به د روان کال د لړم په لومړۍ نېټه د بیلاروس په مینسک ښار کې په ۷۰ کیلوګرام وزن کې میدان ته کوزېږي.

هغه د WTKF سازمان د اتلولۍ کمربند لپاره د روسیې له ارسن پارکخوګاجیف سره مسابقه ترسره کوي.

هوتک تر دې دمه په ۱۲ مسلکي سیالیو کې ګډون کړی چې ۱۱ بریاوې او یوه ماته لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.