Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له پاکستان سره د اوربند هوکره: جلالي: زموږ مرکچي پلاوي ډیپلوماتیکه بریا هم خپله کړه

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس په قطر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړه د هرکلي وړ پرمختګ بولي او وايي چې «افغان پلاوي د میدان په څېر د ډیپلوماسۍ پر مېز هم د افغانستان له اصولي او تاريخي دريځه ټينګه دفاع کړې ده.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي له پاکستان سره د اوربند په اړه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اوربند هوکړه د هرکلي وړ پرمختګ دی.

هغه زیاته کړې: «د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی او ترینګلې اړیکې د هيچا په ګټه نه دي؛ له پیله د افغانستان اصولي دریځ پر خبرو او تفاهم ټینګار و، چې په دوحه کې د منځګړو په شتون کې پرې تاکید وشو. افغانستان هیڅ وخت د بل هېواد د حریم ناقض نه و، بلکې پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقض کړی و چې همدا د نښتو اصلي لامل و.»

د نوموړي په خبره، د ملي دفاع د وزیر په مشرۍ د پلاوي استول په خپله ښيي چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلواکۍ او له خپلې خاورې د دفاع ترڅنګ د مسئلې ډیپلوماتیک حل کې هم جدي دی.

جلالي ویلي: «هغه څه چې د تفاهم له محتوا تر اوسه خپاره شوي، د قطر او ترکیې په شتون کې ښيي چې زموږ مرکچي پلاوي ډیپلوماتیکه بریا هم خپله کړې ده؛ دا چې دواړه هېوادونه ژمنه کوي چې مسئلې به د خبرو له لارې هواروي، یو د بل پر خلاف به دښمنانه کړنې نه ترسره کوي او د مخالفو ډلو د بریدونو ملاتړ به نه کوي، دا د افغانستان پخوانی اصولي دریځ دی او تل یې ویلي چې د نورو په چارو کې نه لاسوهنه یې تګلاره ده، ښه ده چې پاکستاني لوري هم د منځګړو په شتون کې دا ژمنه وکړه.»

هغه دغه‌راز زیاته کړې چې ټول بايد ډاډه واوسي چې افغان پلاوي د میدان په څېر د ډیپلوماسۍ پر مېز هم د افغانستان له اصولي او تاريخي دريځ ټينګه دفاع کړې او د کلمو په کارونه کې بشپړ دقت شوی څو څوک ترې بله يا د افغانستان له اصولي دريځه په ټکر کې معنا وانه خلي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند وايي، په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان د استازو ترمنځ مذاکرات د یوې توافقنامې په لاسلیکولو سره پای ته ورسېدل او دواړو اړخونو پر «کامل او معنادار اوربند» هوکړه وکړه.

هغه زیاته کړې چې په راتلونکي کې به د منځګړو هېوادونو په منځګړیتوب یو میکانیزم رامنځته کېږي چې دوه اړخیزې ادعاوې وڅېړي او توافقنامه عملي کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.