Language

د سالنګ لویه ‌لار به تر بلې خبرتیا د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستې وي

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۴): یوه باوري سرچینه وایي چې د سالنګ لویې لارې بندولو پرېکړه ځنډول شوې او دغه مسیر به تر بلې خبرتیا د باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستې وي.

د سرچینې په وینا، اوس مهال هېوادوال کولای شي چې پرته له اندېښنې د سالنګ پر لویه‌ لار تګ راتګ وکړي.

د یادونې ده، د ټولګټو وزارت څو ورځې مخکې اعلان کړی و چې د تلې له ۲۷مې بیا د لړم تر ۶مې به د لسو ورځو لپاره د سالنګ لویه‌ لار «د سالنګ تونل دننه برخې کانکرېټولو او قیر اچولو» له امله د ټولو موټرو پر مخ بنده وي.

دغه وزارت له هېوادوالو غوښتي چې په یاده موده کې دې له بدیلو لارو (دوشي – بامیان) تګ راتګ وکړي.

Related Topics