Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د سوک‌وهنې درې لوبغاړي بحرین ته ولاړل

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد د سوک‌وهنې درې ملي لوبغاړي د تنکي ځوانانو په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه بحرین ته ولاړل.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د سوک‌وهنې ملي فدراسیون درې ملي لوبغاړي او دوه روزونکي د تنکي ځوانانو په اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه بحرین ته ولاړل.

سرچینې لیکلي، د یادو لوبغاړو د روانېدو پر مهال د هېواد د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ له دغو ورزشکارانو غوښتنه وکړه چې له هېواده بهر د افغانستان ښه استازولي وکړي او نړۍ ته دې د دغه هېواد مثبت انځور وړاندې کړي.

د المپیک ملي کمېټې لیکلي، د تنکي ځوانانو اسیايي سیالۍ به د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۲مه د بحرین په کوربه‌توب پیل شي او د ۴۵ هېوادونو ۲۰۰۰ ورزشکاران به ګډون په‌کې وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له افغانستانه هم د اتو بېلابېلو ورزشي څانګو شاوخوا ۵۰ ورزشکاران په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.