Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د کورني تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

پل‌علم (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۴): د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د کورنیو تولیداتو پېژندنې، ملاتړ او هغو ته د بازارموندنې په موخه د «مس عینک» په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو.

د یاد نندارتون د پرانيستې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د لوګر سیمه‌ییزو چارواکو او سوداګرو ګډون کړی و.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد وویل، افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د یو شمېر هېوادونو لپاره د بې‌کیفیته توکو د راکړې ورکړې تر ټولو ستر بازار شمېرل کېده چې د ا.ا واک ته له رسېدو راهیسې د بې‌کیفیته وارداتو مخنیوی شوی دی.

هغه زیاته کړه، د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت اړوند یو کمېسیون ګومارل شوی چې هېواد ته د ټولو وارداتو په سمه توګه څارنه او پلټنه ترسره کوي او د یو شمېر هغو شرکتونو د فعالیت مخنیوی هم شوی چې بې‌کیفیته توکي یې واردول.

بلخوا، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، دغه ولایت د کورنیو تولیداتو او محصولاتو برخه کې ځانګړی نوم او شهرت لري او اړتیا ده چې د هېواد په کچه ورته نندارتونونه جوړ شي.

دین‌پرور زیاته کړه، هېوادوال باید له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي او سوداګر باید د افغانستان کورني تولیدات د خرڅلاو په موخه بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي فیض‌الله جوهري وویل، د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون د لوګر خلکو لپاره ځانګړی اهمیت لري او اړتیا ده چې ورته نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د پېژندني، ملاتړ او بازارموندني لپاره په دوامداره توګه جوړ شي.

د لوګر د سوداګرو او کسبګرو په استازولۍ حاجي قطب‌الدین وویل، لوګر د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ برخه کې غوره تولیدات لري او اړتیا ده چې حکومت، نړۍوال بنسټونه او عام خلک د یادو تولیداتو ملاتړ وکړي او د بهرنیو تولیداتو پر ځای خپل کورني تولیدات وکاروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.