Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شلو هېوادونو له اروپا د افغانانو د داوطلبانه یا جبري ستنېدو برخه کې د اقداماتو غوښتنه کړې ده

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اروپايي ټولنې ۱۹ غړو هېوادونو او ناروې د دې ټولنې له کمېسیونه غوښتي څو له اروپا څخه د ناقانونه افغانانو د بېرته ستنولو بهیر پیل کړي.

د یورو نیوز د راپور له مخې، د بلجیم د کډوالو او پناه‌غوښتنې وزیر انلین وان بوسویټ پرون (شنبه) ویلي چې ۲۰ اروپايي هېوادونو د اروپايي ټولنې د کډوالۍ له کمېشنر ماگنوس برونر څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې اروپايي کمېسیون باید د هغو افغانانو د داوطلبانه یا جبري ستنېدو لپاره چې په ناقانونه توګه په اروپا کې ژوند کوي، لارې چارې ولټوي.

یاد هېوادونه د اروپا له کمېسیونه غواړي چې د افغانانو بېرته ستنول او له اسلامي امارت سره د بېرته ستنولو د سیاست پر سر هوکړې ته د رسېدو لپاره مذاکراتو ته لومړيتوب ورکړي.

د راپور له مخې، له دغه نوښته د بلجیم د پناه‌غوښتنې او کډوالۍ وزیر په مشرۍ د اروپايي ټولنې د ۱۸ نورو هېوادونو له لوري ملاتړ کېږي.

د راپور له مخې، هغو هېوادونو کې چې یاد لیک یې د بلجیم په نوښت لاسلیک کړی اتریش، بلجیم، بلغارستان، قبرس، چک جمهوري، استوني، فنلنډ، المان، یونان، مجارستان، ایرلنډ، ایټالیا، لیتوانیا، لوګزامبورګ، مالت، هالنډ، لهستان، سلواکي، سویډن او ناروې شامل دي.

ناروې هم یاد لیک لاسلیک کړی خو د اروپايي ټولنې غړی نه‌ دی خو د شنګن سیمې یوه برخه ده او د اروپايي ټولنې د پناه‌غوښتنې له اژانس سره همکاری لري.

وان بوسویټ وړاندیز کړی چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو د ساتنې اژانس ته باید د داوطلبانه بېرته ستنولو په تنظیم او ملاتړ کې د دې ټولنې د نوي ادغام د پروګرام له لارې لا قوي رول ورکړل شي.

ورته مهال، دغه لیک وړاندیز کوي چې د هغو کسانو جبري ستنولو ته چې خطرناک یا مجرم بلل شوي باید لومړیتوب ورکړل شي او دغه کار باید د کمېسیون، د اروپايي ټولنې د بهرني اقدام خدمتونو او هغو هېوادونو ترمنځ چې غواړي ګډون وکړي، په افغانستان کې د یوه ګډ ماموریت په وسیله ترسره شي.

بلخوا، دویچه‌وله هم د المان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ له قوله راپور ورکړی چې له اسلامي امارت سره د افغانانو د بېرته ستنولو په مذاکراتو کې ډېر پرمختګ راغلی.

د روان کال د تلې په ۵مه د المان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې د روان کال تر پایه به له سوریې سره هم د «رد شوو او مجرمو» کډوالو د ایستلو تړون وشي او افغانستان ته به د کډوالو د ایستلو بهیر هم دوام ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.