Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په قره‌باغ کې د خلکو په شخصي لګښت یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړه شوه

غزني‌ښار (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۴): د غزني‎ ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت یوه روغتیایي مرکز ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستې ته وسپارل شوه.

د غزني د عامې روغتیا رییس ډاکتر رسول‌خان نظري د دغه اقدام هرکلی وکړ ویې ویل، دا ډول ولسي نوښتونه نه یوازې د خلکو ستونزې حلوي، بلکې د دولت او خلکو ترمنځ باور هم پیاوړی کوي.

هغه زیاته کړه: «موږ ژمن یو چې د دې کلینیک د تجهیز برخه کې لازم ملاتړ وکړو.»

د نوموړي په خبره، دغه روغتیايي مرکز د قره‌باغ ولسوالۍ په قلیاقل سیمه کې پر یو جریب ځمکه د شاوخوا شپږ میلیون افغانیو په لګښت په یوه پوړ کې په پاخه او معیاري ډول جوړ شوی چې یو سالون، ۱۰ خونې، حمامونه او نور اړین ملحقات لري.

نظري وایي چې په یاد کلینیک کې په اتو بېلابېلو برخو کې خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکو او د قلیاقل د خلکو د شورا غړی محمدهاشم قیام وایي، دا پروژه د خلکو د اړتیا له مخې پیل شوه.

هغه زیاته کړه: «روغتیایي ستونزي ډېرې وې، په ځانګړې توګه د ښځينه ناروغانو لپاره، نو دا ودانۍ د خلکو د هوساينې په موخه جوړه شوه.»

د نوموړي په خبره، د دغه روغتيايي مرکز پر جوړولو څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ لګول شوې چې د سیمي خلکو او بهرمېشتو افغان مرستندويانو له خوا ورکول شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.