Language

د کابل ښار د «اریا ښارګوټي» څه ‌باندې ۱۸ جریب ځمکه امارتي تثبیت شوه

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۴): د عدلیې وزارت وايي، د مرکزي زون د غصب شوو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د کابل ښار د لسمې ناحیې مربوطاتو کې د اریا ښارګوټي په لومړي او دویم فازونو کې څه ‌باندې ۱۸ جریب ځمکه امارتي تثبیت کړې ده.

د عدلیې وزارت نن (یکشنبه، د تلې ۲۸مه) پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د مرکزي زون د غصب شوو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې په کابل ښار کې د «اریا ښارګوټي» د ۱۶۶ جریب ځمکې سندونه او مدرکونه څېړلي دي.

یاد ښارګوټی د کابل ښار اړوند په لسمه ناحیه کې موقعیت لري او د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمېسیون له دې مخکې دغه موضوع څېړلې او دوسیه یې رسماً د مرکزي زون د غصب شوو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

سرچینې لیکلي چې یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې څېړنې او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه چې د دغه ښارګوټي له ټولې ځمکې څخه ۱۸.۲ جریبه یې چې په لومړي او دوهم فاز کې موقعیت لري، امارتي ده.