کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې او زمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبه نن پیلېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه لوبه به د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲:۳۰ بجې پیل شي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبه د زمبابوې د پلازمېنې هرارې په سپورټس کلب لوبغالي کې ترسره کېږي چې د اکټوبر تر ۲۴مې به دوام ولري.
دغه راز، افغان لوبډله به له ټېسټلوبې وروسته له زمبابوې سره د شلاوریزو لوبو لړۍ پیل کړي چې لومړۍ لوبه به د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۹مه، دویمه به د اکټوبر په ۳۱مه او درېیمه لوبه به د نومبر په دویمه ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP