کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۴): برېښنا شرکت وايي چې له اوزبېکستانه د وارداتي برېښنا د مزي بېرته نښلولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي او تمه ده تر نن (دوشنبه) ماسپښینه وارداتي برېښنا بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
د افغانستان برېښنا شرکت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې له اوزبېکستانه د وارداتي برېښنا د مزي بېرته نښلوولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
سرچینې زیاته کړې: «له درې ورځې پرلهپسې هڅو وروسته د افغانستان د برېښنا شرکت عملیاتي ټیمونه له اوزبېکستانه د وارداتي برېښنا د مزي بېرته نښلولو په حال کې دي چې د امو سیند په اوږدو کې د یوه سرکټ سوځېدو له امله د کابل په ګډون د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د برېښنا پرې کېدو لامل شوی و.»
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پېچلي تخنیکي کار له امو سینده د مزي تېرېدو له امله ډېر ستونزمن و او تمه ده چې تر نن (دوشنبه) ماسپښینه وارداتي برېښنا عادي حالت ته راوګرځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP