کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ترکمنستان له ملي رهبر سره په ګډه د افغانستان په خاوره کې له ټاپي پروژې د لیدنې پر مهال ویلي چې د ا.ا لیدلوری یوازې تر ټاپي محدود نه دی؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دهلېز د پراختیا لپاره کار کوي.
د ټاپي د ګاز نللیکې پروژه څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستانه تېرېږي. د ګاز د دې نللیکې ۲۱۴ کیلومتره برخې کار د ترکمنستان په خاوره کې بشپړ شوی او تېر کال د وږي په میاشت کې یې د افغانستان په خاوره کې د غځولو چارې پیل شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي او د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف او ورسره مل پلاوي نن د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي، ملا برادر ټاپي پروژه د سیمهییزې همکارۍ، اقتصادي یووالي او ګډې سوکالۍ رامنځته کېدو لپاره مهمه وبلله او ویې ویل چې اوسمهال یې په افغانستان کې عملي چارو ۱۴ کیلومتره پرمختګ کړی.
هغه ویلي، د اسلامي امارت لیدلوری یوازې تر ټاپي پروژې محدود نه دی؛ بلکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي دهلېز د پراختیا په موخه کار کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه اقتصادي دهلېز کې د ټاپ – ۵۰۰ برېښنا د انتقال پروژه، د رېلپټلۍ جوړونه، سړکونه او لوژستیکي مرکزونه او نورې اقتصادي پروژې شاملې دي چې اسلامي امارت یې د پلې کېدو، امنیت او دوام لپاره پوره ژمن دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال پر ترکمنستان او ټولو نړۍوالو شریکانو غږ کړی چې په افغانستان کې د پانګونې له شته فرصتونو ګټه واخلي او دلته پانګونه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، ملا برادر پر ګاونډیو هېوادونو هم غږی کړی چې د تقابل او غیر اصولي کړنو پر ځای پر متقابل احترام ولاړو اړیکو ته دې مخه وکړي او د هېوادونو ملي حاکمیت، غرور او ملت ته دې په سپکه سترګه نه ګوري.
سرچینه زیاتوي چې د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف هم د کابل او عشقاباد اړيکې پياوړې او د پراختيا په حال کې وبللې او له اسلامي امارته يې مننه وکړه چې د دې مهمې سيمهييزې پروژې د تطبيق لپاره يې پوره همکاري وکړه.
هغه ویلي، ټاپي پروژه د ترکمن حکومت په لومړيتوبونو کې ده چې د سيمې په اقتصادي ثبات کې به رغنده رول ولوبوي. د ټاپي پروژې د تطبيق لپاره اوسمهال تر ټولو ښه شرايط برابر شوي او په سيمه کې يوازېنۍ پروژه ده چې نړۍوال ملاتړ له ځان سره لري.
قربانقلي بردي محمدوف زیاته کړې، ترکمنستان به په خپل ټاکلي وخت د ټاپي پروژې چارې بشپړې کړي چې افغانستان به په کلني ډول ترې شاوخوا يو ميليارد ډالر عوايد ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP