چاریکار (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۴): د پروان امنیه قومانداني وایي، تېره شپه د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په باغ افغان سیمه کې د لاسي بم چاودنې له امله نهه کسان برسېرن ټپیان شوي دي.
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضلالرحیم مسکینیار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پېښه تېره شپه اووهنیمې بجې د یادې سیمې په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د لومړنیو څېړنو او عیني شاهدانو د وینا له مخې، پېښه جومات ته د داخلېدونکي کس له لوري د هغه د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده، لاسي بم ترې پر ځمکه لوېدلی او په پایله کې یې نهه تنه د سیمې وګړي سرسري ټپیان شوي دي.»
سرچینه زیاتوي چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته ورسېدل او ټپیان یې روغتون ته ولېږدول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې په تړاو امنیتي ځواکونو خپلې څېړنې پیل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP