Language

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له یوې موسسې سره د ۲۱.۵ میلیون افغانیو په ارزښت هوکړه‌لیک ‌لاسلیک کړ

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۴): د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له یوې نړۍوالې سره موسسې سره د ۲۱،۵ میلیون افغانيو په ارزښت هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې د هېواد په ۱۱ ولايتونو کې ۷۰۲ یتيمو ماشومانو ته مرستې ووېشل شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې ياد هوکړه‌لیک د دغه وزارت او مسلم هنډز نړۍوالې مؤسسې ترمنځ لاسلیک شو.

سرچينه زیاتوي، د یادې هوکړې له مخې به ياده موسسه د هېواد په یوولسو ولایتونو کې ۷۰۲ مستحقو ماشومانو ته څه باندې ۲۱،۵ میلیون افغانۍ په نغدي ډول ووېشل شي.

خبرپاڼه کاږي چې هر مستحق یتیم به د یوه کال په اوږدو کې ۲۴۴۸۰ افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړي.