کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د سامبو، کورش او رستمي غېږنیونې فدراسیون وایي چې د هېواد د کورش ملي لوبغاړي محمدیحیی محمدي د بحرین اسیایي لوبو کې لومړی مډال چې د برونزو دی، ترلاسه کړ.
سید محمود ضیا دشتي چې د سامبو، کورش او رستمي غېږنیونې فدراسیون مشر دی، پژواک خبري اژانس ته وویل، محمدي په ۶۵ کیلوګرام وزن کې د برونزو مډال ترلاسه کړ.
نوموړي زیاته کړه چې محمدي په دغو لوبو کې په ۶۵ کیلوګرام وزن لوبو کې درېیم مقام خپل کړ.
د یادونې ده، د کورش دوه لوبغاړي او یو روزونکی تېره پنجشنبه د افغانستان په استازیتوب د تنکیو ځوانانو په اسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره بحرين ته تللي دي.
د افغانستان د کورش بل لوبغاړی روحالله نظري نن (دوشنبه)په ۸۳ کیلوګرام وزن کې له خپلو سیالانو سره لوبه ترسره کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP