Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د څه باندې ۵۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت باروړونکو موټرو ته ترمینل جوړېږي

کندهار (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۴): د کندهار سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ۵۰۳ میلیون افغانیو په ارزښت د باروړونکو موټرو لپاره د یوه ترمینل جوړولو چارې پیل شوې.

یاد ترمینل د دامان ولسوالۍ په ګچخانه سیمه کې جوړېږي.

د کندهار ولایت د د ټرانسپورټ ریاست مرستیال مولوي عصمت‌الله عاصم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ترمینل پر ۵۸۲ جریب ځمکه کې جوړېږي او په تولیز ډول ۵۰۳ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.

هغه وویل چې دا یو ګډه یا مشارکتي پروژه ده چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلي کېږي او د درېیو کلونو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

د دې پروژې مسوول انجنیر ذبیح‌الله رحیم وویل: «دغه پروژه به نه یوازې د موټرچلوونکو لپاره د خدماتو یو عصري مرکز وي، بلکې سلګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.»

یو موټرچلوونکی صالح محمد په دې اړه وایي: «پخوا به موږ په ښار کې د تمځای د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ وو، خو اوس به ځانګړی ځای ولرو او ګڼې اسانتیاوې به ورسره وي.»

همدارنګه، سیداغا چې له کلونو راهیسې باروړونکی موټر چلوي وايي، دا ترمینل د دوی لپاره ډېر مهم دی؛ ځکه دلته به د استراحت، ترمیم او توکو بارولو لپاره ځانګړي ځایونه ولري او د ښار ترافيکي ستونزې به هم کمې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.