Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د ۲۲ میلیون ډالرو په پانګونه د اوسپنې ویلې کولو یوې کارخونې فعالیت پیل کړ

هرات (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۴): د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ۲۲ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د «کابل فولاد» اوسپنې ویلې کولو کارخونې دویم فاز د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال په حضور کې پرانیستل شو.

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې له ځايي مسوولینو، د خصوصي سکټور او صنعت‌کارانو له استازو سره یوځای د دغه ولایت په صنعتي پارک کې د «کابل فولاد» اوسپنې ویلې کولو کارخونې دویم فاز پرانیست.

ملا عبدالغني برادر د یادې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د سیمې او نړۍ ډېری هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراخېدو لپاره عملي او اغېزناک ګامونه اخیستل شوي او دغه هڅې لا هم دوام لري.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه چې اسلامي امارت د صنعت ودې ته ځانګړې پاملرنه لري او له همدې امله یې د هېواد دننه د برېښنا د تولید او وارداتو لویې پروژې پیل کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له ټولو پانګه‌والو وغوښتل څو په افغانستان کې پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به له هېڅ ډول همکارۍ ځان ونه سپموي.

ورته مهال، د «کابل فولاد» د اوسپنې ویلې کولو فابریکې رییس انجنیر عطاالله وردک هېواد کې د لا ډېر پرمختګ لپاره پر خپل تعهد ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې له ټولو امارتي سکټورونو او خلکو له ملاتړ او هڅو مننه وکړه.

د هغه په وینا، د «کابل فولاد» د اوسپنې ویلې کولو فابریکه هڅه کوي څو د هېواد په هر ګوټ کې پانګونه وکړي او د ځوانانو لپاره د لا ډېرو کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د «کابل فولاد» د اوسپنې ویلې کولو کارخونې په دویم فاز کې ۲۲ میلیون ډالر پانګونه شوې چې ۴۰۰ کسانو ته د کاري زمینې برابرېدو ترڅنګ د ورځې څه باندې د ۶۰۰ ټنه اوسپنې پروسس ظرفیت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.