Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل – ګردېز عمومي سړک د بیارغونې چارې پيل شوې

پل‌علم (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۴): لوګر کې ځایي مسوولین وایي چې د ټولګټو وزارت د شاوخوا ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د کابل – ګردېز لویې لارې د ۷۶ کيلومتره برخې د بیارغونې چارې پیل شوې.

د لوګر د ټولګټو رييس مولوي جنت‌ګل سراج په پل‌علم کې په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل: «د کابل – ګردېز لویې لارې جوړولو پروژه کې د سړک داغګیري، د سړک فرش او پینه‌کاري شامل دي چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې به یې کارونه بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.»

نوموړي زیاته کړه، ټولګټو وزارت د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې په لوګر ولایت کې بېلابېل سړکونه بیارغولي او په پام کې ده چې په راتلونکي نوي کال کې هم د سړکونو بیارغاونې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

بلخوا، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، د کابل – ګردېز لویه لار د سوېل‌ختیځ زون ولایتونه له پلازمېنې کابل سره وصلوي او زیاته یې کړه چې د یادې لارې له بیارغونې سره به د لوګر سربېره، د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو موټرچلوونکي او مسافر ګڼې اسانتیاوې ترلاسه کړي.

دین‌پرور د یاد سړک د بیارغاونې پر قراردادي شرکت غږ وکړ چې دغه سړک په اساسي او معیاري توګه بیاورغوي او د ټولګټو چارو له ریاست یې هم وغوښتل چې وخت په وخت له یادې پروژې لیدنه وکړي.

د لوګر یوه قومي مشر حاجي عبدالرحمن توکلي وویل، د دغه ولایت اوسېدونکي د یادې پروژې له عملي کېدو په کلکه ملاتړ کوي او له حکومته یې وغوښتل چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم او ولسوالیو ویجاړ شوي او خامه سړکونه هم په پاخه او اساسي  توګه ورغوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.