Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: هیله‌من یو د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند دوام وکړي

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو ویاند وايي چې هیله لري د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند دوامداره پاتې شي.

د ملګرو ملتونو ویاند اسټیفن دوجاریک په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټول موضوعات باید د ډيپلوماسۍ له لارې حل شي.

هغه زیاته کړې: «هو، د افغانستان او پاکستان په اړه موږ هیله لرو چې اوربند دوام وکړي او ټول مسایل باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.»

دا په داسې حال کې ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ له څو ورځنیو ترینګلتیاوو وروسته، د روانې اونۍ یک‌شنبې په ورځ په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان استازو ترمنځ د مذاکراتو په لړ کې دواړه هېوادونه پر «بشپړ او معنا لرونکي اوربند» هوکړې ته ورسېدل.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغو مذاکراتو بل پړاو ښايي د اکټوبر په ۲۵مه په ترکیه کې ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.