Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې «په شرعي نظام کې د اطاعت اغیزې» تر نامه لاندې علمي سیالي ترسره شوه

پل‌علم (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۴): د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د څلور زره ځوانانو ترمنځ «په شرعي نظام کې د اطاعت اغېزې» تر نامه لاندې علمي سیالي ترسره شوه.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي فیض‌الله جوهري د یادې علمي سیالۍ د پیل پر مهال خبریالانو ته وویل، دا سیالي د الکوثر فکري بنسټ له لوري «په شرعي نظام کې د اطاعت اغیزې» تر نامه لاندې جوړه شوې وه چې د مرکز پل علم په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو شاوخوا ۴ زره ځوانانو پکې ګډون کړی وو.

نوموړي زیاته کړه، له جوړې شوې سیالۍ موخه د زده‌کوونکو او ځوانانو ظرفيت لوړول، علمي هڅونه، او مطالعې کلتور ته وده ورکول و.

بلخوا، د لوګر ولایت د پوهنې ریيس مولوي عبدالرحمن حمیدي وویل، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د ځوانانو علمي کچه لوړه کړي او ځوانان مطالعې او زده‌کړې ته راوبولي.

هغه زیاته کړه، په دې سیالۍ کې د نورو ځوانانو ترڅنګ د ښوونځيو او مدرسو زده‌کوونکو هم په پراخه کچه او په بشپړې لېوالتیا ګډون کړی و.

هېره دې نه وي چې راتلونکې اونۍ د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یادې ستري علمي سیالۍ غوره ګډونوال اعلانوي او ځانګړې ډالۍ پرې وېشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.