Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د غلو یوه اووه‌کسیزه ډله نیول شوې ده

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د غلو یو اووه‌کسیزه ډله چې د خلکو له کورونو او هټیو به یې غلاوې کولې، نیول شوې ده.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ډله تېره شپه د غزني د مرکز اړوند په قلعه شهاده سیمه کې نیول شوې ده.

هغه وویل چې له نیول شوو کسانو سره غلا شوي موټرسایکلونه، موبایلونه، نشه‌یي توکي، چاقوګان او نور توکي هم نیول شوي دي.

دی وایي چې یادې ډلې به د غزني اړوند سیمه کې له کورونو او هټیو غلاوې کولې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.