Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته ټېسټ لوبه وبایله

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ټېسټ لوبه کې د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې ماته وخوړه.

دغه لوبه د اکتوبر په ۲۰مه د زمبابوې د پلازمېنې په هرارې لوبغالي کې پیل شوې وه او نن پای ته ورسېده.

د یادې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د افغانستان پر وړاندې توپ اچونه ترسره کړه.

افغان لوبډلې په دغه لوبه کې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۷ منډې وکړې.

په مقابل کې د زمبابوې لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۹ منډې وکړې چې د افغانستان ۱۲۷ منډې یې هم پوره کړې او ۲۳۲ منډې یې مخکېوالی تر لاسه کړ.

په دغه لوبه کې د افغان له لوري ضیاالرحمن شریفي ښه توپ‌اچونه  وکړه چې په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې یې د زمبابوې اووه لوبغاړي وسوځول.

دغه‌راز، افغان لوبغاړو د زمبابوې ورکړل شوی هدف په دویمه پاڼۍ کې هم پوره نه کړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۵۹ منډې وکړې او ۷۳ منډو او یوې پاڼۍ په توپیر یې زمبابوې ته لوبه وبایلله.

د یادونې ده، افغان لوبډله به له ټېسټ لوبې وروسته له زمبابوې سره د شل اوریزو لوبو لړۍ پیل کړي چې لومړۍ لوبه به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۹مه، دویمه لوبه به د اکتوبر په ۳۱مه او درېیمه لوبه به د نومبر په دویمه ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.