Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مرکزي اسیا د والیبال د اتلولۍ سیالۍ: د افغانستان ملي لوبډله نن له سریلانکا سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه نن له سریلانکا سره ترسره کوي.

د اسیا د مرکزي زون د والیبال د اتلولۍ سیالۍ د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو ترمنځ نن د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې پیلېږي.

د افغانستان د والیبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو لومړۍ لوبه به د ترکمنستان او نیپال ترمنځ، دویمه به د افغانستان او سریلانکا او درېیمه لوبه به د بنګله‌دېش او مالدیف لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لوبه به د افغانستان پر وخت له غرمې مخکې ۱۱:۳۰ بجي پیل وشي.

د یادونې ده، د اسیا د مرکزي زون د والیبال اتلولۍ سیالۍ د اکټوبر په ۲۸مه پای رسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.