Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې د ماشومانو اړوند ۱۹۲۱ قضیو ته رسېدنه کړې

کابل (پژواک،۳۰ تله ۱۴۰۴): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي‎ چې د روان کال په دویمه ربعه کې یې په ټول هېواد کې د ورکو او رااړول شوو کډوالو ماشومانو ۱۹۲۱ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن (چهارشنبه، د تلې ۳۰مه) پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د ماشومانو د خوندیتوب ریاست د ولایتي ریاستونو په هڅو سره د روان کال په دویمه ربعه کې د هېواد په کچه د شاوخوا ۱۹۲۱ ورک شوو او راایستل شوو کډوالو ماشومانو قضیو ته رسېدنه کړې ده.

سرچينې د دغه رياست د شمېرو له مخې لیکلي چې ډېرى دغه ماشومان د فراه، باميان، جوزجان، کندوز، لوګر، کاپيسا، بغلان، پروان، غور، دايکنډي، سمنګان، لغمان، بادغيس، غزني، نورستان، سرپل، هرات، پکتيکا، بلخ او فاریاب ولايتونو دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه ماشومان د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د دغه وزارت اړوندو ولایتي ریاستونو په هڅو او همغږۍ له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

د سرچینې په خبره، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ولایتي ریاستونو او همکارو موسسو په مرسته، د دغو ماشومانو د کورنیو تر پیدا کېدو، هغوی ته سرپناه، خواړه، د څښاک اوبه او د لارې کرایه چمتو کړي دي او له ماشومانو د ملاتړ کمېټې هغوی او هغوی کورنیو ته د ماشومانو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره کړي دي.

د یادونې ده، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د ملاتړ لپاره له خیریه موسسو او بنسټونو سره اووه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.