کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وایي چې په کابل کې د بدن ښکلا او فټس ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې چې په پایله کې یې د کابل ښار د لوېدیځ زون لوبډلې لپاره ۵۰ ورزشکاران غوره شول.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د بدن ښکلا او فټنس ملي فدراسیون له لوري د زورخانهيي ورزشونو په ورزشي جمنازيوم کې د کابل ښار د زونونو په کچه د لوېديځ زون له ۴۳ کلبونو څخه د ۲۰۷ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس شپږم پړاو ټاکنيزې خزاني سيالۍ پای ته ورسېدې.
سرچینې لیکلي چې یادې سیالۍ دوه ورځې مخکې پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.
سرچینې زیاته کړې، یادې سيالۍ د فټنس برخه کې له ۱۶۰ سانتي مترو څخه تر +۱۹۰ سانتي مترو پورې په لسو بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې.
د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو په پای کې له هرې کټګورۍ ۵ ـ ۵ ورزشکاران چې ټولټال ۵۰ ورزشکاران کېږي، د کابل ښار د لوېدیځ زون د بدن ښکلا او فټنس لوبډلې ته غوره شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP