ایبک (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د سمنګان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز ایبک په مربوطاتو کې یوه ۲۵ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې یوه ۲۵ کلن ځوان ځان راځوړند کړی او مړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، دغه ځوان د یاد ولایت د مرکز ایبک اړوند د قوشاسیاب سیمې اوسېدونکی و چې په یوه باغ کې یې راځړول شوی جسد موندل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت ټیم د پېښې ځای ته لېږل شوی او لومړنۍ څېړنې يې ترسره کړې دي.
هغه څرګنده کړه چې تراوسه د یادې پېښې لامل معلوم نه دی، خو په دې اړه څېړنې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP