Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مرکزي اسیا د والیبال د اتلولۍ سیالۍ: د افغانستان ملي لوبډله نن له مالدیف سره لوبه کوي

کابل (پژواک، د لړم لومړی نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د اسیا مرکزي زون اتلولۍ سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه نن له مالدیف سره ترسره کوي.

د اسیا د مرکزي زون د والیبال د اتلولۍ سیالۍ د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې روانې دي.

د افغانستان د والیبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله نن د مرکزي اسیا د والیبال اتلولۍ سیالیو کې خپله دویمه لوبه له مالدیف سره ترسره کوي.

د افغانستان او مالدیف ترمنځ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه ترسره شي.

دغه راز، افغان لوبډلې پرون خپله لومړۍ لوبه ۳ پر ۲ سریلانکا ته وبایله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.