Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات په زنده‌جان کې د اوبو رسولو یوې شبکې جوړېدو چارې پیل شوې

هرات (پژواک، د لړم لومړې نېټه ۱۴۰۴): هرات کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په زنده‌جان ولسوالۍ کې د شاوخوا لس میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې.

د هرات د ولایت مقام ویاند مفتي محمدیوسف سعیدي وايي چې د دغه ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ په ګلوګه کلي کې د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو پروژې چارې د ځايي چارواکو په حضور کې پيل شوې.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه یادو پروژو کې د ۱۴۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کيندل، د ۱۵۹ شیردهنونو لګول، د ۶۰ مترمکعب په ظرفیت د اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۱۴۹۳۵ متر په اوږدوالي پیپ غځول او د ۳۰ سولري تختو لګول شامل دي.

د هرات ولایت مقام ویاند وویل چې یاده پروژه کې لسګونه ځايي اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو به یې ۴۱۲ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.