Language

غزني کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

غزني‌ښار (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د غزني د کرکټ امریت وایي چې په دغه ولایت کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو ترمنځ پیل شوې سیالۍ د شیخ عطار لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

‎د غزني د کرکټ امر عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د غزني د کرکټ امریت د کلني پلان له مخې د معارف ریاست او د بدني روزنې مدیریت په همکارۍ پیل شوې وې.

هغه زیاته کړه چې په یادو سیالیو کې ۳۷ دولتي او خصوصي ښوونځیو ګډون کړی و او په وینا یې، دغه سیالۍ شاوخوا یوه میاشت روانې وې.

د نوموړي په خبره: «د ښوونځیو کرکټ په غزني کې د کرکټ لوبې د ودې او پرمختګ په لاره کې مهم رول لوبوي.»

د هغه په وینا، د ښوونځیو کرکټ د استعدادونو د راڅرګندولو لپاره یو مهم اقدام ګڼل کېږي.

پکتیال وویل، د پایلوبې سیالي د شیخ عطار او سنایي لېسو ترمنځ ترسره شوه چې په‌کې د شیخ عطار لېسې لوبډلې د غوره لوبې په ترسره کولو سره د سیالیو اتلولي خپله کړه.

هغه زیاته کړه، دوی به په راتلونکي کې هم د ښوونځیو د کرکټ لوبډلو ترمنځ دا ډول سیالۍ جوړې کړي.

ورته مهال، د دولتي سنایي لېسې یوه زده‌کوونکي او د کرکټ د دغه ټورنمنټ ګډونوال شریف مهربان وویل چې دا لوبه به وکولای شي دوی ته په راتلونکي کې د لا ښو پرمختګونو زمینه برابره کړي.

هغه دغه ډول سیالۍ د ځوانو زده‌کوونکو لوبغاړو د پرمختګ لپاره ګټورې یادې کړې او له حکومته یې هیله څرګنده کړه چې د ورزش لپاره دې لوبغالي جوړ او نورې زمینې هم برابرې کړي.

باید وویل شي چې د پایلوبې په وروستیو کې د چارواکو او مسوولینو له ‌خوا پر ګټونکې لوبډلې او لوبغاړو انعامونه او جایزې هم ووېشل شوې.

Related Topics