Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

خوست‌ښار (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۴): د خوست امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند،  طاهر احرار پژواک خبري اژانس ته وويل دغه پېښه نن مازديګر د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د نوي کوټ په سيمه کې د موټرسایکل او يوه بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.

هغه وویل چې په دغه پېښه کې په موټرسايکل سپارو دواړو کسانو خپل له لاسه ورکړی.

احرار زیاتوي چې د پېښې قربانیان د پکتیکا ولایت اوسیدونکي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.