Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د هند په جنوب کې د یوه موټرسایکل او بس ترمنځ ټکر شوی چې له امله یې اورلګېدنه رامنځته شوې او ۲۰ کسانو خپل ژوند په کې له لاسه ورکړی دی.

رویټرز نن په یوه راپور کې ویلي چې  د هند د جنوبي ښارونو بنګلور او حیدراباد ترمنځ لاره کې د یوه شخصي بس او موټرسایکل ترمنځ له ټکر وروسته اور لګېدلی چې لږ تر لږه ۲۰ کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې ویلي چې په دغه بس کې ۴۱ کسان سپار وو چې ۲۱ یې ژغورل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېره میاشت د دغه هېواد د راجستان ایالت په لویدیځ کې هم په یوه ورته پېښه کې یو بس اور اخیستې و او ۱۹ کسان په کې وژل شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.