Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر خروار ولسوالۍ ته نوې ودانۍ جوړه شوه

پل‌علم (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۴): د لوګر ولایت سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د خروار ولسوالۍ لپاره د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت اداري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لوګر د والي مرستيال مولوي محمدانور دين‌پرور په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وويل، دا ودانۍ به په دغه ولسوالۍ کې د ښې حکومتولۍ او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مثبت اغېز ولري.

د نوموړي په وینا، یاده ودانۍ د کورنیو چارو وزارت په شل میلیون افغانیو لګښت جوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د خروار ولسوالي په تېرو شلو کلونو له اساسي خدمتونو بې‌برخې وه او باید د اسلامي امارت مسوولین ورته جدي پام وکړي.

د دې ولسوالۍ ولسوال مولوي محمدايوب خادم وویل، له دې مخکې د ودانۍ د نشتون له امله له سختو ستونزو سره مخ وو چې د يادې ودانۍ له پرانیستلو سره به ټولې ستونزې هوارې او ولس ته به پر خپل وخت خدمات وړاندې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.