کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګدې خونې مشر خان جان الکوزی وایي چې له پاکستان سره د لارو بندېدو له امله هر ورځ د دواړو خواوو سوداګرو ته شاوخوا یو میلیون ډالر زیان رسېږي.
شاوخوا دوې اونۍ مخکې د پاکستان پوځي رژیم د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر مرغه بازار سیمه هوايي بریدونه وکړل او د کابل هوايي حریم یې هم نقض کړ. د اسلامي امارت ځواکونو د دغو بریدونو په غبرګون کې پر ډېورنډ فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو انتقامي بریدونه وکړل چې له دې وروسته بیا پاکستان له افغانستان سره سوداګریزې لارې وتړلې.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لارو په بندېدو سره په مسیقمه توګه افغان او پاکستاني سوداګرو ته د ورځې یو میلیون ډالر زیان رسېږي.
هغه زیاته کړه چې په مجموعي توګه په نورمال ډول د تورخم، دنډې پټان، انګور اډه، غلام خان او سپین بولدک له لارو د ورځې شاوخوا ۲۰۰۰ موټر تګ راتګ کاوه چې له تېرو شاوخوا دوو اونیو راهیسې ولاړ دي.
نوموړی وایي، د لارو بندېدو په لومړۍ ورځ ۲۰۰۰ موټر ودرول شول چې یوازې ۵۰۰ موټرو کې سبزیجات او مېوې بار وې او ټول خراب شول او افغان او پاکستاني سوداګرو ته په میلیونونو ډالر زیان واوښت.
هغه وویل: «دا مسله سیاسي او نظامي ده، اکثره په اقتصادي وزارتخانو پورې اړه نه لري، موږ د سوداګری خونه چې خصوصي سکتور یو، دولتونه نه یو او د دولتونو استازیتوب نه کوو، د تجارانو نماینده ګي کوو، خپل تلاش کوو او په خپل منځ کې د پاکستان تجارانو سره خبرې کوو، هغوی هم تلاش کوي هم په کراچۍ او هم اسلام اباد کې چې دا مشکل حل شي.»
هغه وویل، د ده په فکر تر هغه چې ترکیه کې له پاکستان سره دویمه غونډه ونه شي د دغو لارو شرنوشت نه معلومېږي.
دغهراز د افغانستان د دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب څو ورځې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوکړې په اړه له خبریالانو سره له دوحې څخه په انلاین غونډه کې ویلي و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دویمه ناسته به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۵مه په ترکیه کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې تلې میاشتې په ۲۹مه یو شمېر سوداګرو هم ویلي وو چې د خوست د غلامخان لار د پاکستان له لوري د سوداګرۍ پر مخ تړل شوې او باروړونکو موټرو ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي چې له امله یې هره ورځ میلیونونه افغانۍ تاوان کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP