Language

د مرکزي اسیا د والیبال د اتلولۍ سیالۍ: افغان لوبډلې له ترکمنستان څخه ماته وخوړه

کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د والیبال د اتلولۍ سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه ترکمنستان ته وبایلله.

د اسیا د مرکزي زون د والیبال د اتلولۍ سیالۍ د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې روانې دي.

د افغانستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ نن لوبه ترسره شوه او ترکمنستان وکولای شول درې پر یو افغان لوبډلې ته ماته ورکړي.

دغه‌راز، افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته بایللې وه او دویمه کې یې بیا مالدیف ته ماته ورکړه.