Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا مشر: مدرسه، پوهنتون، مکتب او جامعې ټول د نظام ضرورتونه دي

کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشر د لوړو زده‌کړو وزارت ته لارښوونه کړې چې په خپلو چارو کې تل له علماوو سره مشورې وکړي او د محصلینو د مسلکي زده‌کړو تر څنګ د هغوی عقیدوي، فکري او مذهبي روزنې ته هم پاملرنه وکړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون ناسته ترسره او په دې برخه کې د علماء کرامو او استادانو هڅې وستایل شوې.

په یاده غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت وزیر شیخ ندامحمد ندیم د اسلامي امارت مشر پیغام ولوست، چې پکې یې د ټولو هغو علماوو او استادانو هڅې ستایلې وې چې د لوړو زده‌کړو له وزارت سره یې د درسي موادو په اصلاح، د محصلینو روزنې او نورو بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده.

په یاد پیغام کې د علماوو عظمت او مسوولیتونو ته اشاره شوې ده او د لوړو زده‌کړو وزارت ته یې لارښوونه کړې چې په خپلو چارو کې همېشه له علماوو سره مشورې وکړي او د محصلینو د مسلکي زده‌کړو تر څنګ، د هغوی عقیدوي، فکري او مذهبي روزنې ته هم توجه وکړي.

په پيغام کې د اسلامي امارت مشر ويلي:«مدرسه، پوهنتون، مکتب او جامعې ټول د نظام ضرورتونه دي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.