کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۴): د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، د ا.ا له بیا واکمنېدو راهیسې افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه لګېدلي او ورسره د ښځینه خبریالانو شمېر کم شوی، خو د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وایي، دا ډول څرګندونې د استخباراتي موخو لپاره کېږي.
د بشري حقونو د څار بنسټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې حکومت د مطبوعاتو ازادي تر پښو لاندې کړې ده.
دغهراز، په دغه راپور کې ادعا شوې چې اسلامي امارت د رسنیو ازادي کمه کړې او «خبریالان د نیولو او شکنجې له ګواښ سره مخامخ دي.»
ياد بنسټ لیکلي چې د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت کسان د رسنیو پر کارکوونکو ټاکل شوی لباس او نور مقررات اجباري کوي.
سرچینه زیاتوي چې «د سختو محدودیتونو له امله» په هېواد کې د ښځینه خبریالانو شمېر په چټکۍ راټیټ شوی دی.
د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت ویاند سيفالاسلام خیبر د دغه راپور په غبرګون کې یاد سازمان تش په نوم سازمان بللی او ویلي یې دي چې دغه سازمان په تېرو څو لسیزو کې نه خپل ځان بېپرې ثابت کړ او نه يې د بشر له حقونو داسې دفاع وکړه لکه څنګه چې «د دوی دستور دی.»
دی زیاتوي: «د دوی قول او عمل ډېر متفاوت دي، دوی یوازې هغو نقاطو ته لاس وړي چې په کومو نقاطو کې حساسیتونه وي او یا د اذهانو مغشوشول په کې وي، دوی هر څه د خپلې یوې استخباراتي موخې او سیستم له مخې تر سره کوي.»
خیبر وايي چې ياد وزارت د شریعت او افغاني عنعناتو په چوکاټ کې د بیان له آزادۍ بشپړ ملاتړ کوي او تر دې مهاله يې له ډېرو کورنیو رسنیو سره په دې اړه ناستي کړې دي.
هغه ډاډ ورکوي: «د خویندو د کار او د هغوی د تجارت، هغه که په رسنیو او بل بخش کې وي، د هغوی لپاره عمده ټکي هغه شرایط دي چې یو حجاب مراعتول او دویم [اختلاط] نه وي، له دې پرته په ټول هېواد کې تاسو کتلی شی چې خویندو ته په کاري چاپیریال کې زمېنه مساعده شوې ده او هغوی راحت دي، د پخوا په نسبت هغوی خپل ځان په ټولنه، معاشره او په خپل ښار کې مطمین ګڼي.»
هعه وایي، یاد وزارت هغو «جهتونو او اشخاصو» ته اجازه نه ورکوي چې تبلیغاتي دستګاوې یې د هېواد د ملي او دیني ګټو او ارزښتونو خلاف د اذهانو د تخریب او د پردیو د ګټو لپاره د مطبوعاتو تر عنوان لاندې کار کوي.
سیفالاسلام خیبر ویلي، په افغانستان کې ټولو هغو رسنیو ته د کار زمینه برابره شوې چې بېپرې دي او تل یې مطبوعاتي کار د دین او ملت په ګټه کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP