Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره ورځ د سپین‌بولدک له لارې تر درېیو زرو ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي

کندهار (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۴): د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي چې تېره ورځ له پاکستانه د سپین‌بولدک له لارې تر درېیو زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه ریاست د کډوالو چارو امر مولوي نعمت‌الله الفت نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ پنجشنبه ۵۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۱۱ تنه وو،  د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د هغه په وینا، په راستانه شوو کسانو کې ۷۰ بندیان هم شامل دي چې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې په پاکستان کې بنديان وو.

ده زیاته کړه، دغه‌راز د چهارشنبې په ورځ هم ۳۳۷۷ تنه کډوال د بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي وو.

الفت وویل، راستانه شوي کسان او کورنۍ د مرستو تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.