کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د سترې محکمې رییس، له اسلامي ارزښتونو سره سم د تحصیلي نصاب پر چمتو کولو د ټینګار ترڅنګ ویلي چې «نظام قوت ته اړتیا لري او دا قوت د عصري علومو له لارې ترلاسه کېږي.»
د لوړو زدهکړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي چې د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره شوه او په دې برخه کې د علماوو او استادانو هڅې وستایل شوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې غونډه کې د سترې محکمې رییس (قاضي القضات)، د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر، د لوړو زدهکړو وزیر او معینانو، د عدليې وزارت معين د علومو اکاډمۍ مرستيال، د مرکزي پوهنتونونو رهبرۍ پلاوي او سلګونه علماوو او استادانو ګډون کړی و.
یاده غونډه کې د سترې محکمې رییس شیخ مولوي عبدالحکیم حقاني ویلي: «زموږ د افغانستان استادان ټول مسلمانان دي، د کار خلک دي او ښه خلک دي او څوک چې په دې ملک کې له اسلام سره نه وو جوړ، ټول لاړل وتښتېدل او افغانستان يې پرېښود.»
هغه په خپلو خبرو کې زياته کړې چې د اسلامي نظام استحکام او تنفیذ له عصري علومو پرته نه شي کېدای او نظام قوت ته اړتیا لري چې دا په عصري علومو سره رامنځته کېږي.
د سترې محکمې رییس د تحصیلي سېسټم د پیاوړتیا په برخه کې، د تحصیلي موادو اصلاح او بیا کتنې ته په اشارې سره ویلي چې د اسلامي ارزښتونو او افغاني دود سره سم د درسي موادو چمتو کول، د اسلامي نظام د تقویت لپاره محوري رول لوبوي.
حقاني د لوړو زدهکړو په پیاوړتیا کې د ټولو علماوو، استادانو او لوړو زدهکړو وزارت هڅې ستایلې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان د تحصیلي نظام د پياوړتيا لپاره ډېر کار شوی دی.
همدارنګه د امربالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمدخالد حنفي په دې غونډه کې ویلي: «اشغالګرو همېشه له یرغل وروسته په لومړي قدم کې په تعلیمي او تحصیلي نصابونو کې تغییر راوستلی او د خپلې مفکورې مطابق یې جوړ کړي دي.»
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت غواړي له ټولو پوهنتونونو او مدرسو څخه په اسلامي عقیده، اسلامي مفکوره او ارزښتونو سمبال فارغان ولري.
د لوړو زدهکړو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د غونډې په پای کې د دغه وزارت له لوري هغه علما او استادان وستایل شول چې د تحصیلي سیستم د مختلفو برخو په پیاوړتیا کې یې رغنده رول لوبولی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP