Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۴): ‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲پروژې منظورې، اته تعدیل او پنځه نورې په تدارکاتي بهیر کې د ستونزو له امله بېرته اعاده کړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۳۵ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې اته پروژې د یو لړ تعدیلونو په واردولو سره او د ۳.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې شوې.

سرچینې د معلوماتو له مخې، همدارنګه پنځه پروژې بیا په تدارکاتي پروسو کې د ستونزو له امله بېرته اعاده شوې.

اقتصادي معاونیت لیکلي، په منظور شوو پروژو کې استنادي دیوالونه، کانالونه، په یوشمېر ولایتونو کې د ولسوالیو ترمنځ غځېدلي سړکونه،د میدان وردګ ولایت د لوړو زده کړو موسسې د لیلیې ودانۍ او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چاروبشپړول شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.